کور / افغانستان او نړۍ / افغان حکومت دي د حکمت ښادمن دفاع او مرسته وکړي

افغان حکومت دي د حکمت ښادمن دفاع او مرسته وکړي

996753_919536601474255_289592400903269930_nله دي نه وروسته چې د کندهار يو پياوړى ځوان او په ٢٠١٥ کال کې تر ټولو مالداره مرسته کوونکى حکمت الله ښادمن د امريکايې يوي فدرالي محکمې له لوري د نيولو امر وسو او د هغه د شتمنۍ د کنګل موضوع را پورته سوه ور سره سم ګڼ شمېر افغانانو د ښادمن پر ضد دا ګام غندلى دى.
په ټولنيزو رسنيو کې د امريکايې محکمې دا پريکړه ناسمه بلل سوې او له حکومته غوښتل سوي چې بايد حکمت ښادمن ننګه وسي.
په ټولنيزه رسنۍ فيسبوک کې احمد سايل پر خپله فيسپوک پاڼه ليکلي دي.
که امریکایان غواړي چي حکمت ښادمن زنداني کړي نو دا په دې مانا چي دوئ د افغانستان قوانینو ته نه یوازي چي درناوی نه لري بلکي سرغړونه هم کوي.امریکایان دي بیا په بدل کي موږ ته هغه امریکایي جنایتکاران چي دلته یې بېګناه عام خلک زخمي او شهیدان کړي دي او یا یې زموږ له خلکو په میلیونو ډالر وړي وسپاري.داسي نه ده چي موږ به چوپه خوله پاته یو او دوئ چي غواړي هغه کولای سي، نه هیڅکله نه!
موږ د ښادمن سره اوږه پر اوږه ولاړ یو.
عبدالحبيب تاج ليکلي دي:
دا به نه یوازي د کندهاریانو لپاره بلکي د ټول افغان ولس لپاره بده وي چي د ښادمن ورور همایت ونه سي نو راځی چې په یوه اواز او ږغ باندي د ښادمن ورور همایت وکړو او خپل اتفاق او اتحاد له هم دغه ځای شروع کړو همدغه یې وخت دی.
احمدولي سرحدي ليکلي دي:
خلکو!
راپاڅئ ، ددې اتل ملاتړ وکړئ، دې زما ، ستا او ټولو افغانانو د مېړانې نوم اوچت کړى ـ د احمدشاه بابا، ميرويس نيکه او سلطان محمود غزنوي د اتلوليو پر قدمونو يې پل اېښودلى او دايې ثابته کړې ؛ چې افغانان دهر انسان په درد دردمن او خوشالۍ خوشاله دي .
عبدالله احسان پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي دي.
د امريکا يوې محکمې افغان سوداګر حکمت الله ښادمن د قراردادونو اخستلو په موخه په ۲۰۰۹ کال امريکايي پوځيانو ته په يو نيم لک ډالره رشوت ورکولو تورن کړی او د هغه د نيولو حکم يې کړی دی.
ښاغلی حکمت ښادمن که له يوې خوا د امريکايانو سره د پيسو پر سر دوسيه لري خو بله خوا بيا يو خواخوږی افغان شتمن دی چي د تيرو څو کلونو راهيسي په پرله پسې توګه د هيواد په بيلابيلو سيمو کي له بېوزلو او اړمنو خلکو سره بې دريغه مرستي کوي.
امريکا ته شرم دی چي فکر کوي خپل اقتصادي تاوانونه به د ښادمن په ځورولو راوګرځوي.
افغان حكومت مكلف دى چي د خپلو اتباعو دفاع وكي.
نجيب لطيف ليکلي دي.
موږ ته د کار او په شمار سړي نه را پرېږدي، دا چي ښادمن جانان مي تل د غریبو لاس نیوی کړی، د بشرپالني دود یې ژوندی ساتلی، ډيرو دردونو ته درمل سوی او بې شمېره زخمونو ته پټۍ سوی؛ ځکه نو مجرم دی.
زه نه پوهېږم چي ولي هماغه وخت دوی د فساد دا بې بنیاده پدیده نه یادول، اوس چي ورته جوته سوه چي ښادمن د هیواد ریښتنۍ بچی او واقعي خدمتګار دی دوی نجس وايي چي فساد.؟
په هیواد کي ډېر داسي کسان سته چي بډو او اختلاس یې د ژوند بڼه ور بدله کړې او عیاشي یې اوج ته رسېلې، دا چي دا ډول کسان د ټولني درد ته مالګي شیندي نو فساد یې نه دی کړی او ښادمن چي بهېدونکو اوښکي یې تل وچي کړي او مات زړونه پیوند کړي مجرم پيژوندل کیږي.
موږ اوس ښه پوه سوي یو، چي دلته څه روان دي؟
له ښادمن سره یو!!!!!!!
سميع غيرتمل ليکلي دي:
حکمت ښادمن چي زه پیژنم !
د بیخي لغړي زني څخه مو یاري پیل ده ،هغه وخت يي نه پیسي لرلي او نه هم نوره شتمني دغسي طبیعت يي لاره،خاکساره ،مسکین مجازه او خوشحاله ځوان و او دی،په ناسته ولاړه کي يې هیڅ نسي درکولای چي دی یو سیټ دی ،بلکه ساده یار دی ،زیات وختونه د خپلي دارايي په اړه داسي وايي(دا پیسي زما نه بلکه زما د ګران اولس دی ،زه د یوه پټو سره راغلی یم او د یوه پټو سره به ځم ) حکمت ښادمن تیره ورځ په تلفون کي خبري راسره وکړي ،ما ول پیره داسي یوي رسنۍ خبر خپور کړی دی 
حکمت ښادمن : هههه زما د ملیونو ډالرو دعوه زما وکیل ددوى سره پر مخ بیا يي ،دوی د فشار په ډول په یوه تور نه ، بلکه په ۵ تورو تورن کړم ،اوس يي دادی رسنیو ته مخه کړه ،زه چي کله د ولس لاسنیوی وکړم دوی فشارونه واچوي.
هیڅ بله خبره نسته ،خبره زما پر اولس ده ،زه به اولس هیڅ وخت پرینږدم !
اولسه ! پر ښادمن غیږ را وګرځوی .
دا او دي ته ورته سلګونه نورو کسانو پر خپلو والونو باندي د حکمت ښادمن په ملاتړ او ننګه پوسټونه کړي دي او د امريکا د محکمې پريکړه يې غندلي او هم يې له افغان حکومته غوښتي چې د خپل يو زيات مرسته کوونکي ملي تاجر مرسته او دفاع وکړي.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …